د کندهار، هرات او سرپل ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو کار کوونکو ته روزنيز پروګرام ترسره شوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د کندهار، هرات او سرپل ولايت د مهاجرينو او راسیتنېدونکو چارو رياستونو کار کوونکو ته د تلې په (۱۴) مه،۱۷) مه او(۱۸) مه د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره کړ.
د معلوماتو پربنسټ په دغه روزنيز پروګرام کې د مکتوب، وړانديز، راپور، بېلابېل مالي او حسابي فورمونه ليکولو او يوشمېر اداري مسايلو په اړه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لورې معلومات ورکړل شول او د پروګرام د ګډنووالو سوالونو ته ځوابونه ورکړل شول.
د ياد پروګرام د تنظيمولو موخه،چې د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې پيل شوی د کار کوونکو د ظرفيت لوړول، د اداري وضعيت ښه والی او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته پروخت او شفاف ډول د خدماتو وړاندې کول دي.