د بغلان د مهاجرينو ښارګوټي د غصب مخه ونيول شوه
د بغلان ولايت چارواکو د تلې په (۹) مه د مرکزي بغلان د ماجرينو د سولې ښارګوټي غصب شوې سيمو د غاصبينو څخه ونيولې.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د بغلان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د دغه ولايت د امنيتي مسؤلينو په همکارۍ د بغلان ولايت د مهاجرينو د سولې ښارګوټي کې د زورواکو له خوا جوړشوي ديوالونه نړولي او غاصبين يې د قانون منګولو ته سپارلي.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د لار ښوونو له مخې يوازې هغه کسان کولای شي، چې په دغه ښارګوټي کې کورونه جوړ کړي، چې اسنادونه يې د مهاجرينو رياست له لورې تائيد شوي وي.