په يوشمېر ولايتونوکې له درې زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په ولايتونو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د رياستونو او امريتونو د معلوماتو پربنسټ په بادغيس، هلمند، بدخشان، تخار،غور او ننګرهار ولايت کې د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د تلې په ( ۹) مه (۳۱۹۰) کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې د(UNHCR) په بدخشان کې ( ۵۸۱) کورنيو ته (۶) زره افغانۍ، په بادغيس کې ( ۷۳) کورنيو ته په دوو کټګوريوکې ( ۲۶) زره او ( ۱۳) زره، هلمندکې (۶۷۳) کورنيو ته (۴۲۰) امريکايي ډالره، تخار کې ( ۳۵۵) کورنیو ته (۴۲۰) امريکايي ډالره، د اسلاميک ريليف موسسې له لورې په ننګرهار کې (۸۰۰) څلور قلمه خوراکي توکي او په غور کې ( ۷۰۸) کورنيو ته (۲۱) زره، ( ۴۱۶۵۰)، (۲۲۰۶۰)،( ۲۹۰۶۰) او (۲۰۰) امريکايي ډالره د (ACF OCHA) او (UNHCR) دفترله لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د رياستونو په همغږۍ ووېشل شوې.