پکتيکا کې د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله شوه

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر په مالي مرسته په وروستيو کې د پکتيکا ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله شوه.

په ناسته کې چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت د مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه، د دغه ولايت والي راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته د لاسرسي په برخه کې د کمېټې جوړول يو مثبت او ښه ګام وباله او د اړوند وادارو په همکارۍ او همغږيو يې ټيڼګار وکړ.

ورپسې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ناستې ګډونوالو ته د بيا يوځای کېدو کمېټې  د موخو،فعاليتونو او کاري تګلارې  په اړه ګډونوالو ته  معلومات ورکړل.

د ويلو ده، چې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR)  دفتر په همکارۍ  او مالي لګښت د ذکر شوې ادارې د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعاله شوه.