د ښارګوټو د تخنيکي څېړنو پلاوی: د دايکندي د مهاجرينو ښارګوټي کې له (۶۳) جريبو څخه زياته ځمکه غصب شوې او د ښارګوټي د ملکيت څخه شخصتي استفاده کېږي

sadam_morr
_____

د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت پلاوی چې ولايتونو ته د مهاجرينو د ښارګوټو د تخنيکي ستونزو د څېړلو په موخه ځي، سې شنبه د تلې په (۵) مه يې  په يوه ناسته کې د دايکندي ولايت د مهاجرينو ښارګوټي ستونزې وڅېړلې.

د دايکندي ولايت والي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي څخه مننه وکړه، چې د دغه ولايت د مهاجرينو ښارګوټي ستونزو ته يې پاملرنه وکړه ويې ويل، دغه پروګرام به د بيا يوځای کېدو په برخه کې خورا ګټور وي.

ورپسې د وزارت د پراختيايي پروژې رئيس د پلاوي په استازيتوب خرې وکړې ويې ويل، د مهاجرينو چارو وزارت مشر تابه هوډ لري، چې د هغو مهاجرينو د اوسېدو لپاره چې د اسلامي امارت له برويا وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي د استوګنې زمينه برابره کړي ځکه اوس په ټول هېواد کې سوله او امنيت تامين دی.

هغه  همدارنګه  په ښارګوټي کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، په لېږل شوو اسنادو کې د ځمکې مساحت (۱۱۸۰) جريبه  ذکر شوی،  مګر د تفصيلي پلان مطابق (۱۱۰۰) جريبه د مهاجرينو رياست ته لېږلي او په تېرو کلونو کې شاوخوا (۴۳.۷۵) جريبه ځمکه غصب شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د ښارګوټي پلان د يوې طرحې پر بنسټ نه دی جوړ شوی او بايد تعديل شي، په ښار ګوټي کې د يو ښوونځي جوړېدو ته اړتيا ده، دوه خصوصي شرکتونه (قيرپلان) د ښارګوټي په ځمکه کې پرته له کرايه ګټه اخلي او په کې يې تخريب هم کړی، چې دا او دې ته ورته قضې جدي څېړنې او عمل ته اړتيا لري.