ننګرهار کې (۴۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
---

د اسلاميک ريليف موسسې له لورې د  ننګرهار ولايت د  مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ ( ۴۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د مهاجرينو رياست له لورې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او په نښه شوې وې  د تلې په (۵) مه هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۸) کيلو غوړي، (۸) کيلو دال او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.