د کاپيسا ولايت د مهاجرينو ښارګوټو د تخنيکي ستونزو ارزونه وشوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خوا د کاپيساولايت د مهاجرينو ښارګوټو د تخنيکي ستونزو د ارزولو په ترڅ کې د ښارګوټو غصب شوې سيمې په نښه شوې.
کاپيسا ولايت ته د لېږل شوي پلاوي له لورې د محمود راقي په سيمه کې د ناګمان ښارګوټي، د تګاب ولسوالۍ د دشت تعميرښاګوټي او د نجراب ولسوالۍ د چوک آب باز ښاګوټي تخنيکي ستونزې و ارزول شوې.
د ياد پلاوي د راپور له مخې د غاصبينو د مداخلې له امله د دشت تعمير ښارګوټي او چوک آب باز ښارګوټي څوک نه شتي تللی او د يو ښارګوي (۳۰) سلنه ځمکه د غاصيبونو له لورې پلورل شوې ده.
سرچينې زياتوي، چې د ښارګوټي د ملکيت اسناد يې د دغه ولايت چارواکو ته ثابت کړي او د غصب شوې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې يې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې.
د ويلو ده، چې د ښارګوټو تخينکي ستونزو ارزول د (UNHCR) دفتر د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لورې پيل شوي دي.