د کندز ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته روزنيز پروګرامونه پيل شول
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي پلاوي د وږي په ( ۲۸) مه او (۲۹) مه د کندز ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته روزنيز پروګرامونه پيل کړ.
د غه پروګرام د مهاجرينو اور استنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR) ترمنځ د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ترسره شوه، چې د کندز ولايت د مهاجرينو رياست (۲۰) تنو کار کوونکو ته دبوديجې ترتيب، دمحاسبې د فورمونو طی مراحل، د مکتوب ليکلول، استعلام او وړانديز ليکول په اړه د وزارت د مسلکي له لورې تدريس شول.