خوست کې (۱۷۱) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د (IRC)  او طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې  له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د وږي په (۲۹) مه  (۱۷۱) بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لرې  ( ۹۶) کورنيو هرې کورنۍ ته اوړه، وريجې، لوبيا او د (IRC) موسسې له لورې (۷۵) کورنيو ته   په دووه کټګوريو کې (۱۲) زره او ( ۲۲) زره افغانۍ ووېشل شوې.