ارزګان کې (۱۴۵) کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
(۱۴۵) کورنيو سره چې د طبيعي پېښو له امله په چوره، ګيزاب او چينار ولسواليو کې زيانمنې شوې وې د وږي په (۲۱) مه د مرستندويه موسسو له لورې د ارزګان ولايت دمهاجرينو رياست په همغږۍ نغدي، خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د سروې وروسته د (CORDAID) موسسې له لورې ( ۲۸۰۰۰) افغانۍ او د (IOM) او(KRO) له لورې خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.