د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د اسلام قلعه د سرحدي امر په وينا د وږي په (۱۵) مه له ايران څخه (۲۲۸۲) افغان مهاجرين په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د يادو کورنيو له ډلې، (۲۸) کورنۍ چې (۱۲۱) تنه کېږي د (۴۲۳) تنو نورو مجردينو سره په جبري او (۱۰۹) کورنۍ چې (۴۷۱) تنه کېږي د ( ۱۲۶۷) مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې( ۷) کورنۍ، چې (۲۵) تنه کېږي د ( ۳۶) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان(IOM) ته ور وپېژندل شول.