لغمان کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
د اکشن اېډ موسسې له لورې د لغمان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٦٥٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې د لغمان ولایت د مهاجرینو ریاست سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د وږي په (١٤) مه هرې کورنۍ ته (١٤١٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.