د تخنیکي او مسلکي معینیت اداري ناسته ترسره شوه sadam_morr سهشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۹:۱۶ https://tinyurl.com/2o9zdoo6 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمان راشد په مشره د څو ریاستونو له رئیسانو او کارکونکو سره اداري ناسته تر سره شوه. په ناسته کې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو په تشخیص، پلان ګذارۍ او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې او مشورې وشوې.