له ایران څخه د دوه زرو زیات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې د وږي په (١٣) مه (٢١٤٥) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي امر په وینا د یادو راستنېدونکو افغان مهاجرو له ډلې (٥٠٠) تنه په جبري او (١٠٤٥) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره د یادو کسانو له ډلې (١٨٨) یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.