خوست کې زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
په خوست ولایت کې د وږي په (١٣) مه د شمالي وزیرستان (٨٠٢٧) بېځايه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د ټڼیو ولسوالۍ، مرکزي سیمو او د خوست ولایت د ګیلان کمپ ته راکډه شوې وې د خوراک نړیوال سازمان (WFP) له لورې هرې کورنۍ ته (٥٠) کیلو اوړه،(٦) کیلو دال،(٤) لېتره غوړي او نیمه کيلو مالګه ووېشل شوه.