له پاکستانه (١١١) افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې
د کندهار د کډوالو چارو رياست د سپين بولدک اداره وايي، د چنګاښ په (٢٣)مه نیټه څخه تر ٢٩مه پورې له پاکستانه د (١١١) کډوالو کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو شويو کورنيو کې د سپين بولدک او چمن له لارې څخه ٤کورنۍ چې (٢٦) تنه کيږي اسناد لري او (١٠٧) کورنۍ چې (٦٥٦) تنه بې اسنادو دي خپل هیواد ته راستنې شوې دي.