په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشې له تورخم دروازې څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی
تېره ورځ په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشې ښاغلي محمد اصف په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي سردار احمد خان شکیب په ملتیا د تورخم دروازې څخه لیدنه وکړه او هلته مسافرو ته د ورپېښو ستونزو ارزونه یې وکړه
ښاغلي اصف په تورخم کې د مسافرو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به یې چټک ګامونه واخلي
نوموړي وویل، نن مو هم تر ۱۵۰۰ سوو پورې تذکره لرونکي افغانان واړول او سبا به هم دا لړۍ جریان ولري، نوموړي زیاته کړه، په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره یوځای په یوه طرحه او پلان باندې کار کوي، ترڅو په یاده پوله د افغانانو ستونزې اساسي حل او اسانتیاوې رامنځته شي