د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي امارت ځانګړې کمېټې پلاوي د سپېرې ولسوالۍ له زیانمنو کورونو څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۲۳:۳۴
_____

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي فیض الله جمال په مشرۍ د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي امارت ځانګړې کمېټې پلاوي د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې له هغه زیانمنو شوو کلیو لیدنه وکړه، چې د زلزلې له امله ځاني تلفات نه لري البته مالي تلفات ورته رسېدلي دي

ښاغلي جمال وویل: مونږ څو ورځې د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته په بیړنیو مرستو رسولو بوخت وو، اوس مونږ غواړو، ټول هغه کورونه چې زلزلې زیانمن کړي سروی او په بیا رغونه کې یې هڅې وکړو

نوموړي له ټولو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د بیړنیو مرستو ترڅنګ اساسي ستونزې ته چې د کورونو بیا رغونه ده، هم جدي پاملرنه وکړي

د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي امارت ځانګړې کمېټه د محترم رئیس الوزرا په لارښوونه د څو وزارتونو له لوړپوړو مشرانو جوړه ده، چې مشري یې د حوادثو د مخنیوي وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم کوي، الحاج خلیل الرحمن حقاني او مولوي فیض الله جمال یې د معاونینو په حیث خدمت ترسره کوي

دغه کمېټه د مرستو همغږي کولو، چټک کولو او په شفافه توګه زیانمنو ته د رسولو دنده پرغاړه لري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته