په لغمان ولايت کې له (٢٠٣) کورنیو سره مرسته وشوه
د لغمان ولایت د مهاجرينو او راستنیدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د چنګاښ ٦ نیټه د دغه ولایت په دولت شاه او علینشگ ولسوالۍ کې پر (٢٠٣) بې ځایه شویو د سیمې اوسیدونکو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
هرې کورنۍ ته ٨ زره ٢٨ افغانۍ د (CWSA) موسسې او مهاجرينو رياست په همغږۍ ورکړل شوې.