په کندهار کې له (٧٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
امر الله میړني
د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه په کندهار ولایت کې د جګړو له امله له (٧٠٠) بې بضاعته ښځو، کوچنیانو، د زیات عمر لرونکې او معلولينو بې ځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي او نغدي مرسته وویشل شوه.
يادې کورنۍ چې د کندهار د مهاجرینو ریاست تر نظارت او د مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ د ډنډ ولسوالۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې.
دغه مرسته د افغانستان د (DRC) موسسې لخوا وشوله چې (٥٠٠) کورنۍ ته یو صحي کیټ او د ارغنداب په ولسوالۍ کې د پاملرنې نړیوالې موسسې لخوا د (٢٠٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنیو ته ١٢ زره (٣٢٠) افغانۍ ورکړل شوې.
او همدارنگه د کندهار په بېلابیلو ناحیو کې د شلو لویو پُلچکونو د جوړېدو چاري د کندهار والي په حضور کې رسماً د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئیس او یو شمېر نورو مسئولینو په ګډه د پټې په پریکولو سره چاری پیل کړې.
دا شل لوی پلچکونه د خلګو په غوښتنه د کندهار ولایت د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست تر رهبرۍ او همږغۍ لاندې د یونسیار (UNHCR) موسسې په مالي ملاتړ جوړیږي، چي په جوړېدو سره به یې د اورښتونو پرمهال د سیلابونو مخه ونیول شي او هم به پر سړک د اوبو د درېدو په برخه کي په بشپړه توګه مخنیوی وکړي او هم به یې د جوړېدو په برخه کې سلګونه کسان کار وکړي.