په لغمان ولايت کې بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
امر الله میړني
د لغمان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبر ګولی په (٢٩) نېټه د یک شنبې په ورځ د دغه ولایت پر (١٣٩) هغه کورنۍ چې هیواد ته راستنې شوې وې او د مرکز د بېلابیلو سیمو د بې وزلو، کونډو، یتیمانو، معلولینو اومستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
(٤٩) کورنيو ته (١٥) زره (٤٠٠) افغانۍ د (WFP) موسسې لخوا او (٩٠) کورنيو ته (٢٤) زره افغانۍ د (IRC) موسسې له لوري د لغمان په مرکز کې د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوې.