د مهاجرینو وزارت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو ترمېنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۹:۹
______
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او (ORCD)،(ACHRO) او(AHDAA) مرستندویه بنسټونو ترمېنځ د غبرګولي په (٣)مه د یومیلیونو (٣٠٠) امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د مولوي حسن الله حقاني، د داخلي بېځايه شوو ریس مولوي سردار شېرزاد او یادو مرستندویه بنسټونو د استازو ترمېنځ لاسلیک شو،چې له مخې به یې په بېلابېلو ولایتونو کې د یو میلیونو درې سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت اړمنو، بېځايه شوو او مستحقو کورنیو سره بشري مرستې تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

بېرته خبرونه ته