کابل کې له(١١٠٠) يولس سـوه کورنیو سره مرسته وشوه
د کابل ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ له (١١٠٠) يولس سوه اړمنو او بېځایه شوو کورنیو سر مرسته وشوه.
دغـه مرستې د چين هيواد له لوري د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په واک کې ورکول شوې وې چې نن په وړ او مستحقو کورنيو وويشل شوې، چې دا لړۍ به انشاءالله تر ټولو مستحقو کورنيو په منظم ډول ورسيږي.