بدخشان کې (١١٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د (CONCERN)له لورې د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١١٠٠) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍپه کشم ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې د رمضان په (٢٠) مه هرې کورنۍ ته د کورجوړولو په موخه (١٠٧٥٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.