ننګرهارکې (١٢٩٨) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته و شوه
د کپو موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٢٩٨) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په سرخرود او کامې ولسوالۍ کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د رمضان په (١٨) مه هرې کونۍ ته (٧٠٠٠) افغانۍ نغدې او یوه یوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.
ددغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو