الحاج خلیل الرحمان حقاني د ارګون ولسوالۍ له قومونو سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۸:۳۸
________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ له قومونو سره ولیدل او هغوې ستونزې یې واورېدې
ښاغلي حقاني ددغه ولسوالۍ شهیدانو ته دعا وکړه او د شهیدانو کورنیو ته یې د الله تعالی له دربار څخه د صبر او اجر غوښتنه وکړه
نوموړي وویل: د شهیدانو کورنۍ دې هیڅکله د کمترۍ احساس نه کوي مونږ به هیڅکله په دین، وطن او د شهیدانو په وینو معامله ونکړو
هغه دغه راز نږدې ۹۰۰ سوه کورنیو ته، چې له سروی وروسته مستحقې پیژندل شوې وې د چین هیواد بشري مرستې هم وویشلې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته