الحاج خلیل الرحمان حقاني د (IRC) له عمومي مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۷:۲۰
_______
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د نجات نړيوالې کمېټې د نړۍ په کچه له عمومي مرستیال ښاغلي "باب کیچن " سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو وزارت د مرستیال محمد ارسلاح خروټي په ګډون د (۵) اسیایي هېوادونو لپاره د (IRC) موسسې مشر عدنان جنید او د افغانستان لپاره ددغه موسسې مشرې ویکي اکن هم شتون درلود.
په یاده ناسته کې د افغانستان لپاره په بشري مرستو او د "آی آر سي " په راتلونکو برنامو خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره ددغه موسسې مشرې "ویکي اکن " له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د مهاجرینو چارو له وزارت څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې د مرستو په رسولو کې هر ډول همکاري کړې.
دهغه په وینا، دا ډېر ښه فرصت دی، مخکې ولایتونو او لرې پرتو سیمو ته نشو تلای اوس په ډاډمنه توګه هرې سیمې ته سفر کولای شو اوس ددې وخت دی، چې په انکشافي برخه کې مرستې وشي.
ښاغلي حقاني له ښه راغلاست وروسته وویل مرستې باید زمونږ په هماهنګۍ او زمونږ تر نظارت لاندې ترسره شي، لرې پرتې سیمې چې مخکې مرستې ورته نه دي رسېدلې باید هلته مرستې ورسول شي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته