په بغلان ولایت کې له ۳۱۱ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
نن ورځ چهارشنبه د سلواغې مياشتې شپږمه په بغلان ولايت کې د اکټيد موسیسې لخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د ۳۱۱ اړمنو کورنيو سره دوهم قسط نقدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ګډ هيئت له لوري سروې او مستحقې پيژندل شوې وې هرې يوې کورنۍ ته ۲۰۵۰۰ افغانۍ نقدي ورکول شوې.