کابل کې (٢٢٤) اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
په کابل کې د (Solidarites) موسسې له لورې دکابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٢٤) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته (١٥٢٠٠) افغانۍ په پام کې نيول شوې وې.
دغه مرسته د يادې موسسې استازي حاجي عيد ګل حقمل او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست نماينده قاري عبدالله عزيزي په شتون کې په اړمنو کورنيو و وېشل شوه.