د کابل خاکجبار ولسوالۍ کې (٤٢٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_
 
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د اسلاميک ريليف موسسې له لورې دکابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤٢٠) اړمنوکورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغه خورکي توکو کې د هرې کورنۍ لپاره يوه بوجۍ وړه،(١٠)لېتره غوړي،(١٠) کيلو وريجې،(٧)کيلو لوبيا او دوه کيلو مالګه په پام کې نيول شوې وه.
يادې مرستې د اسلاميک ريليف موسسې د امريکا برخې نماينده انور احمد خان، د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست سرپرست ذبيح الله موسی زي او ددې ولسوالۍ د ولسوال په شتون کې و وېشل شوې.
د يادونې وړ ده چې نوموړې موسسې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې د اړمنو هېوادوالو سره ډېرې مرستې کړي او په راتلونکي کې يې هم د مرستو د دوام ژمنه وکړه.