ننګرهار کې بېځایه شو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
_
 
د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې ( UNHCR) له لورې ننګرهار ولایت دکډوالو اوراستنېدونکودچارو ریاست په همکارۍ (١٥) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او یوشمېر ولسوالیو کې سروې اوپه نښه شوې وې د مرغومي په (٦) مه(٤) کورنیو هرې کورنۍ ته (٦٠٠)امريکايي ډالر او(١١) کورنیو هرې کورنۍ ته (٤٠٠) امریکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.