فراه کې (٧٥) کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) په مالي لګښت د (HRDA) له لورې د فراه ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٧٥) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دفراه ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٦)مه د فراه ولایت دمهاجرینو ریاست داستازو په شتون کې د اړتیا وړه اوه قلمه غیر خوراکي توکي درې کمپلو،یوسطل، یوه ګازډبه،دوه ترپالونو،بوشکو او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.