پکتیکاکې( ٢٦٠٧) کورنیو ته نغدي اودخوراکي توکو دوېش لړۍ پیل شوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) په مالي لګښت د (CHA) له لورې د دپکتیکا ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ دشمالي وزیرستان (٢٠٦٠٧) اړمنو بېځايه شوو کورنیو ته نغدي او خوراکي توکو دوېشل لړۍ پیل شوه.
يادې کورنۍ چې دپکتیکا ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٤)مه دپکتیکا ولایت دمهاجرینو ریاست داستازو په شتون کې په ارګون ولسوالۍ (٦٦) کورنیو ته او په برمل ولسوالۍ کې(٢٥٤١) کورنیو ته نغدي او دخوراکي توکو دوېش لړۍ پیل شوه.