فاریاب کې (٩٠) کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

دماشوم ساتنې نړیوالې ادارې له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ(٩٠) اړمنوبېځايه شوو او دوچکالۍ له امله زیانمنو شوو کورنیو سره دغیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې دمرستندویه بنسټونو له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو ریاست سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومې په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته ولایت مقام دپلاوي، مهاجرینو ریاست او دیادې ادارې داستازو په شتون کې په مرکز میمنه اوشاوخوا سیموکې دماشومانو اولویانو کمپلې،جامې،بوټونه،دماشومانو جرابې،دنارینو اوښځینو پټوان اودپخلنځي وسایل ووېشل شول.