خوست کې داخلي بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې
د (IRC) موسسې له لوري خوست ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٦) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي اودغیرۍ خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنیوهرې کورنۍ ته د کرایي، روغتيا، NFI، زده کړو، غیر خوراکي توکو او ژمنيو اړتیاوو پوره کولو په موخه دلیندۍ په (٢٩)مه ( ٤٦٠٠٠) افغانۍ ووېشل شوې.
دویلوده چې یوې کورنۍ ته د سرپناه لپاره یوه خېمه هم ورکړل شوه.