ننګرهار کې ( ٥١٨) اړمنو بېځایه شوو کورنيو سره د غيري خوراکي توکو مرستې وشوې
د (NRC) موسسيې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٥١٨) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په ده بالا اچین ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٢٩)مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،دپخلنځي وسایل، پېنځه کمپلې او ژمني لباسونه ووېشل شول