د چين هېواد مرستې دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو وزارت ته وسپارل شوې

anwari_morr
Morr
 
د چين هېواد بشري مرستې نن دوشنبه د ليندۍ په (۲۲) مه د هغه هېواد دسفير وانګ يو، دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو وزارت ته وسپارلې.
د دغې مرستو د‌ سپارلو پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي د چين هېواد څخه مننه وکړه وويل, دغه مرستې به د تخصيص وروسته ټولو ولايتونو کې بېځايه شوو او اړمنو خلکو ته و وېشل شي.
د هغه په وينا افغانان بشري مرستو ته اړتيالري او د نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې افغانانو په ځانګړې توګه اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته پاملرنه وکړي.هغه په نړيوال غږ وکړ چې د افغانانو کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، څو په هېواد کې د روانو اقتصادي ستونزو مخنيوی وشوي.
نوموړي زياته کړه، چين زموږ ګاونډی هېواد دی او د هغوي مرستې يې د هېواد لپاره خورا مهمې وبللې. هغه د نړيوالو او په ځانګړې توګه له چين څخه وغوښتل, چې د تعليم, روغتيا او داخلي بېځايه شوو سره د مرستو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په کابل کې د چين سفير وانګ يو وويل: اوس افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري، موږ به خپله ټوله هڅه کوو،چې اړمنو او بېوزکورنيو ته ټولې بېړنۍ مرستې ورسو او دنړيوالې ټولنې مو هم دا غوښتنه ده، چې په اوسنيو حالاتوکې چې افغانان ور سره مخ دي د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
د ويلوده چې يادې مرستې د (١٥) ميليونو ډالرو يوه برخه وه،چې دچين هېواد له لورې يې مخکې ژمنه شوې وه،چې په نږدې راتلونکي کې به نورې بشري مرستې هم را ورسي.