بامیانو کې(٥٠٠) کورنیو سره مرستې وشوې
د ترکیې هېواد دټيکا ادارې له لورې دبامیانو ولایت دکډوالو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ دطبیعي پېښو اوجګړوله امله (٥٠٠) زیانمو شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دطبيعي پېښو او جګړوله امله زیانمنې شوې وې دلیندۍ په (٢١) مه ورته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازیتوب د داخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان عثماني، دټیکاادارې مشر ذهدو چال، سرې میاشتي رییس، د بامیانو ولایت دکډوالو چارو امرمولوي عبدالله سرحدي، دبامیانو ولایت والي اودیادې موسسې دمرستیال عرفات دینیز په شتون کې هرې کورنۍ ته (٥٠) کیلواړه،(٥) لېتره غوړي،(١٠) کیلو وریجې،(٤) کیلو لوبیا،(٢) کیلو چای،(١) کیلو روب،(٤) پاکټه مکروني،(٤) کیلو بوره او یوه یوه کمپله ووېشل شوه.
د ویلو ده چې د کډوالو اوراستنېدونکوچارو وزارت د داخلي بېځايه شوو ددایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان عثماني دبامیانو ولایت د قومي مشرانو،سپین ګیرو،دکډوالو او دشورا ګانو داستازو ستونزې اوننګونوې واورېدې اوژمنه یې وکړه چې دمرکزي چارواکو سره به یې شریکې کړم.
هغه همدارنګه د مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې دې ټولو اړمنو بېځايه شو کورنیو ته بشري مرستې په شفاف ډول ووېشل شي.