د ننګرهار ولایت دمهاجرینو رییس په تورخم کې دانتقال امریت او موسسو فعالیتونه و ارزول
دننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رييس اکرام الدین مفتون په مشرۍ یو پلاوی تورخم ته په رسمي سفرتلی و چې هلته یې د انتقال امریت او په تورخم کې د مرستندویه موسسو دفعالیتونو ارزونه وکړه او دکډوالو ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
دویلو ده چې په تورخم کې یې دکډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) په مالي لګښت دراستنېدونکو لپاره یو تم ځای پرانیسته اود یاد سازمان دمرستو څخه یې مننه وکړه اوټولو مرستندویه ادارو ته یې دهرراز همکاریو ډاډ ورکړ.