پکتیکا کې داخلي بېځايه شووکورنیو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
__
 
 
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د (CHA)موسسې په همکارۍ د پکتیکا ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ (٣١) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
دیادو کورنیو له ډلې په (٢٦) کورنیوته په برمل اوپه مرکزشرنې کې(٥) کورنیو هرې کورنیو ته د لیندۍ په(١٠)مه (٢٣٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
دپکتیکا ولایت دمهاحرینو او راستنېدونکو چارو ریاست رییس الحاج عبدالرحمن هاشمي د يادې موسسې داستازوڅخه مننه وکړه ویې ویل: د ژمي په رارسېدو سره د پکتیکا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ژمن دی څو اړمنو کورنیو سره چې بې سرپرسته او معیوب وي اړینې مرستې وکړي.