کابل کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
کابل
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د کابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٠٠٠) بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د دغو مرستو دوېش پرمهال د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: د ننۍ برنامې په لړ کې د يونسيار ادارې لخوا هرې کورنۍ ته (265) امريکايي ډالر ورکول کېږي او له يو شمېر نورو کورنيو سره به په راتلونکي کې هم مرستې وشي.
نوموړي د يونسيار په ګډون د ټولو کورنيو او نړيوالو خېريه بنسټوو له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او وويل: تېر فاسد نظام پای ته رسېدلی او اوس وخت رارسېدلی چې ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې په شفاف ډول ورسول شي.