کابل کې (٢٠٠) څخه زياتو کورنيو سره د خوراکي او غېري توکو مرستې وشوې

anwari_morr
_________
 
د رحمه اسلاميک ريليف، اي ايم سي او ميرسي ماليزيا موسسې له لورې دلیندۍ په (٤) مه د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو رياست په همکارۍ(٢٩٥) کورنيو سره د خوراکي او غېري خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.
د رحمه اسلاميک ريليف موسسې بنسټ ګر منير مليک د اسلامي امارت نظم او امنيت وستايه او په راتلونکي کې يې د لا نورو مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.
د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادو موسسو له مسؤلينو څخه ځانګړې مننه وکړه او په راتلونکي کې د لا نورو مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا په ننيو مرستو کې, يوه کمپله, وړه, وريجې, بوره, لوبيا, غوړي او روغتيايي کڅوړې شاملې وې , چې يو شمېر اړمنو کورنيو ته وويشل شوې.