کونړ کې له پېنځه سو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د غازي اباد او اسمار ولسواليوڅخه ددې مرکز او يوشمېر امن سيموته راکډه شوې وې د زمري په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي موادو ووېشل شول.