فاریاب کې بېځایه شوو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

دفاریاب ولایت دکډوالو چارو ریاست دچهارشنبې په ورځ دچنګاښ په ٢٣مه په دغه ولایت کې د١٥٥کونیوسره دنغدي مرستو دوېش خبر ورکړ.

یادې کورنۍ چې دطالبانو دجګړو له امله دخپلو اصلي سیمو څخه امن سیمو ته راکډه شوې وې په دوو کټګوریو کې ورسره نغدي مرستې وشوې چې په لومړۍ کټګورۍ کې هرې کورنۍته ٧٧٠٠ افغانۍ او په دوهمې کټګورۍ کې هرې کورنۍ ته٣٧٥٠ افغانۍ ووېشل شوې.