بغلان کې بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې
دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې له لورې دبغلان ولایت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ١٥٠ بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دمرکزي بغلان ولسوالۍ،نهرین اودهنه غوري ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ په ١٦مه هرې کورنۍ ته پېنځه قلمه خوراکي مواد٤٩کیلو وریجې،٤٩کیلو غنم،١٠کیلو غوړي،٧کیلو بوره اویوه کیلو شین چای مرسته ووېشل شوه.