بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او CHA موسسې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۹ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت امن سيمو ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۴مه هرې کورنۍ سره په دريو کټګوريو کې نغدي مرستې وشوې، چې ۳ کورنيو هرې کورنۍ ته ۸ زره افغانۍ، ۱۴ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۱ زره افغانۍ او ۴۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.