بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
دخوراک نړيوال سازمان او AWEC موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د جګړو له امله د کندز ولايت څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۴مه هرې کورنۍ ته د خوراک نړوال سازمان له لورې د دوو مياشتو لپاره خوراکي مواد او د AWEC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه غير خوراکي مواد ووېشل شول.