پنجشېر کې ۳۳ کورنۍ د سېلابونو له امله بېځايه شوې

ناپیژنده (not verified)
-----

د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۱۲مه په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د ۳۳ کورنيو د بېځايه کېدو او دوی ته د مالي او ځاني زيانونو د اوښتو خبر ورکړ.

سېلابونه د جمعې په ورځ د اولې برخې په پيشغور ولسوالۍ کې راغلي و چې په نتيجه کې يې ۳۳ کورنۍ بېځايه شوي او ۳۲ کورونه يې له منځه وړي.

همدارنګه درې کاناله کرنيزه ځمکه، ۴ داوبو د برق دستګاګانې او لسګونه جريبه ځمکه يې له منځه وړې ده.

د يادو سېلابونو په پايله کې سېلابځپلو بېځايه شوو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي دي.