غورکې بېځایه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي موادو مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دغور ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ١١٣بېځایه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍچې دجګړو له امله د دولینې،پسابند،تیورې،چهارسدې،مرکزي سیمو او دبادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٣٠مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې،دوه ترپالونه،روغتیایي کڅوړې او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.