بدخشان کې بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دord موسسې له لورې دبدخشان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٨ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دیوشمېر سیمو څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٧مه هرې کورنۍ ته ١٢٠٠٠ افغانۍ نغدې وکړل شوې.